Banner

غزل: عمردراز مروت

16.05.2011 15:35

هسې څوک وايي چې دا ښکلي سخاوت نه کوي
داسې څوک شته چې د دې ښکلو محبت نه کوي؟
منافقت کړي څوک رښتيا په رښتيا ويلای نشي
ګني دا څوک دي چې د حسن تلاوت نه کوي
د کلي وځم خو له نرخ درسره نه شم وتای
دا به تر څو پورې وي چې څوک دې محبت نه کوي
د ښار قاضي چې دا ځل دغه فتوی نه کړی جاري
چې دغه خلک  دې د ظلم بغاوت نه کوي
دغه سړی دې د خپل ظلم معافي غواړي له خدای
زما لپاره دې سوالونه د جنت نه کوي
غم دې د ژمي مړه ږلۍ شوه شپه او ورځ وريږي
چې د ديدن فصل دې ولې برکت نه کوي
د حسن ناز يې په خپل ځای عمردراز مروته
په دې يې پوی کړئ چې دعوا دې د قدرت نه کوي.

نقیب احمدعزېزي 13.07.2011 08:58

زه به دي ستایمه په شعر کې کوم رازمروته!
لکه خپل نوم هومره دي عمرشه دراز مروته!
داد او مروت دي د غزل له موږ هم مه سپموه
چې په هر توري کې يې شته د ښکلو نازمروته!
سلامونه نېکي هيلي او پيرزويني!!!
که څه هم پکتيا او زموږ غزني يو څو ډبري د غره په نامه تر منځ لري خو بيا هم د شعر قاصدانو موږ او تاسو بېل نه یو ساتلي او د يو بل په زړو کې اوسو!
مروت ملنګه مړمه شې!
نقیب احمدعزېزي- غزني ـ د مقر ولسوالي

منظوراحمد زاهد 27.05.2011 10:35

هسې څوک وايي چې دا ښکلي سخاوت نه کوي
داسې څوک شته چې د دې ښکلو محبت نه کوي؟

د حسن ناز يې په خپل ځای عمردراز مروته
په دې يې پوی کړئ چې دعوا دې د قدرت نه کوي.

ډیر zra راښکون بيتونه دی هغه دا چا خبره لاس د په جنت شه مروت صیب

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.